slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ولایت، نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د نوي کوټ کلي بزګرانو له‌خوا د آمونو نمونوي کښت غوره پایله ورکړې ده. دغه کښت، چې د نوې تجربې په توګه پیل شوی و، د بزګرانو د هڅو، دوامدارې پاملرنې، عضوي سرې کارولو او منظمې اوبو لګونې په پایله کې خورا ښه نتیجه ورکړې. د حاصل شوي آم ځانګړتیاوې د خوند، اندازې او کیفیت له پلوه بې‌سارې ګڼل کېږي. د خوست د کرنې او مالدارۍ مسؤولین وايي، چې دا تجربه د خوست د اقلیمي شرایطو او زراعتي ودې لپاره یوه مهمه لاسته‌راوړنه ده.

دوی زياتوي، چې دا ډول ابتکاري او نمونوي هڅې د سیمې د زراعتي ودې لپاره ډېرې مهمې دي او له نورو بزګرانو هم غواړي، چې له دې تجربې الهام او ګټه واخلي.