ننګرهار کې د ناقانونه ریکشو پر وړاندې د ترافیکو مدیریت کمپاین پیل شو
د ننګرهار ولایت د ترافیکو مدیریت له لوري د جلالآباد ښار په بېلابېلو سړکونو او واټونو کې د ناقانونه ریکشو پر ضد پراخ کمپاین پیل شوی، چې هدف یې د ښاري نظم ټینګښت، د سړکونو له ګډوډۍ څخه مخنیوی، او د عامه تګ راتګ خوندي کول دي.
د ترافیکو مسؤلینو په وینا، دغه کمپاین هغو ریکشو ته متوجه دی چې د قانوني اسنادو له درلودو بېبرخې دي، د نورو ولایتونو نمبر پلېټونه لري، یا د ترافیکي اصولو خلاف په ښار کې فعالیت کوي.
په دې موخه، په ګڼ مېشتو سیمو کې کنټرولي چېکپواینټونه ځای پر ځای شوي، چې له مخې یې لسګونه ناقانونه ریکشې ودرول شوې، له سړکونو راټولې او د ترافیکو ښارګوټي ته انتقال شوې دي.
د ترافیکو مدیریت مسؤلین وايي، دغه کمپاین به تر هغې دوام وکړي څو ټول ریکشهوانان د ترافیکي اصولو مراعات ته ژمن شي، او هېڅ ناقانونه ریکشه د فعالیت اجازه و نه لري.
مسؤلینو زیاته کړه:
"د ترافیکي قوانینو تطبیق به پرته له استثنا عملي کېږي، او موخه مو د ښار نظم، د خلکو خوندیتوب، او د سړکونو د احتمالي پېښو مخنیوی دی."
د ترافیکو مدیریت له ټولو ریکشهوانانو غوښتنه کړې چې خپل اسناد بشپړ کړي، قانون ته غاړه کښېږدي، او د ښاري نظم د ټينګښت لپاره له مسؤلو ادارو سره همکاري وکړي.