slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست امنيه قومندانۍ اړوند د تڼيو ولسوالۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې بيدارو ځواکونو هغه تورن قاتل نيولى، چې اووه میاشتې مخکې يې د تڼيو ولسوالۍ اطمان کلي کې د مدرسې اته کلن زده‌کونکی په تيږو او ډبرو په ظالمانه او مرموز ډول وژلى و.

نيول شوى تورن قاتل د تڼيو ولسوالۍ د اطمان کلي اوسيدونکى دی، چې دوسیه به یې د وروستیو څېړنې  په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي، ترڅو له خپل ترسره کړي او نه بښونکي جنایت سره سمه سنګینه سزا وویني.

د يادونې وړ ده، چې له نن شاوخوا اوه مياشتې مخکې نيول شوي تورن قاتل د تڼيو ولسوالۍ اطمان کلي کې د فتح الله په نوم اته کلن طالب العلم په ډېر وحشيانه ډول په شهادت رسولی و، چې بالاخره له جدي څار او دقيقو پلټنو وروسته کشف او د یو لړ بریالیو عملیاتو په پایله کې ونيول شو.