رسنۍ وايي، د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې لږترلږه ۱۰ کسان د برېښنا شارټۍ او د دېوالونو نړېدو په ترڅ کې مړه شوي، له دې سره د پاکستان د افتونو مدیریت ملي ادارې اعلان کړی، چې د چنګاښ له ۵مې راهیسې تر اوسه تنو د سېلابونو او سختو ورښتونو له امله ۷۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تېره ورځ(سهشنبه، د اګسټ ۱۹مه) کراچۍ ښار کې ۱۴۵میلیمتره باران ورېدلی د دغه ښار اصلي سړکونه له اوبو ډک شوي، ټرافیکي ناامني رامنځته شوې او په ډېرو سیمو کې برښنا، انټرنېټ او د ګرځنده ټیلیفون خدمات پرې شوي دي.
باید وویل شي، چې د هوا پېژندنې ادارې خبرداري له مخې په راتلونکو دوو ورځو کې به بارانونه زیات شي. سند ایالتي حکومت نن په کراچۍ کې عامه رخصتي اعلان کړې ده.
له کرچۍ سربېره څو ورځې وړاندې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو د نږدې ۴۰۰ تنو ژوند واخیست.
د پاکستان د افتونو مدیریت ملي ادارې مشر انعام حیدر ملک ویلي، چې تر دې دمه له سېلابځپلو سیمو څخه له ۲۵زرو زیات کسان ژغورل شوي دي.
باید وویل شي چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځو سیمو کې دقربانیانو مړي لا هم موندل کېږي او ګڼ شمېر کسان لادرکه دي.