slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بدخشان ولایت په «ارګو» ولسوالۍ کې یو مازدا موټر واوښت، چې په پایله کې درېیو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه نور ټپیان شول. د ځایي چارواکو په وینا، پېښه د «سرای‌دره» په سیمه کې رامنځته شوې او اصلي لامل یې د موټر تخنیکي ستونزه بلل کېږي.

ویل شوي چې په ټپیانو کې دوه ماشومان شامل دي او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی. اوس مهال د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

د وروستیو میاشتو په اوږدو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده. خراب سړکونه، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول هغه څه دي چې د دغو پېښو تر ټولو مهم عوامل ګڼل کېږي.

چارواکي ټینګار کوي چې د هر ډول سفر پر مهال باید موټر چلوونکي د احتیاط نه کار واخلي، څو د ورته خونړیو پېښو مخه ونیول شي.