د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، چې شپږو ولایتونو کې ۷۵ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.
پرون دوشنبه ۱۴۰۴ د غويي ۲۹ د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو لخوا په نیمرزو، بلخ، بامیانو، کنړ، میدان وردګو او پکتیا ولایتونو کې ۷۵ تنه روږدي، چې له منځه يې ۵۰ تنه نیمروز، ۱۰ تنه بلخ، ۸ تنه بامیانو، ۴ تنه کنړ، ۲ تنه میدان وردګو او ۱ تن پکتیا کې راټول او د درملنې په موخه روغتیایي کمپونو ته ور پیژندل شوي دي.