slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د سپین جماعت امنیتي پوستې سرتېرو یو زرنج موټر سایکل چې د لرګیو د قاچاق لپاره کارول کېده، کشف او ونیوه.

د امنیتي چارواکو په وینا، د شک پر اساس یاد موټر سایکل ودرول شو چې د پلټنې پر مهال یې شپږ جوړې څلور فټي لرګي د خوراکي توکو د پاپړو لاندې په پټه توګه ځای پر ځای شوي وو.

د څوکۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي تازه ګل عرفان د یاد اقدام هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د طبیعي سرچینو ساتنه او د قانون پلي کول د امنیتي ځواکونو مهم مسؤلیت دی. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې له امنیتي ارګانونو سره نږدې همکاري وکړي.

مسؤلین وایي، قضیه د قانوني څېړنو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.