slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پاکستان د ګلګت بلتستان په دیامر ولسوالۍ کې یوه پوځي چورلکه د ازمایښتي الوتنې پر مهال نسکوره شوې چې له امله یې دوه پیلوټان او درې تخنیکي کارکوونکي مړه دي.

د ګلګت بلتستان د سیمه‌ییز حکومت ویاند فیض‌الله فراق ویلي، د پېښې اصلي لامل تخنیکي ستونزه بلل شوې ده. نوموړي زیاته کړې، د مرستندوی ټیمونو له خوا د مړو کسانو جسدونه د پېښې له ځایه لېږدول شوي دي.

د دیامر امنیه قومندان مرستیال عبدالحمید هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چورلکه د معمول د تمریني الوتنې پر مهال رالوېدلې ده.

یاده پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې څو اوونۍ وړاندې په باجوړ کې هم یوه پوځي چورلکه غورځېدلې وه چې په نتیجه کې یې پنځه تنه وژل شوي وو.