slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ اړوند کاريز سيمه کې د کابل–هرات پر لويه لار د دوو مسافر وړونکو موټرانو ترمنځ يوه درنه ترافيکي پېښه رامنځته شوې، چې له امله يې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو عراده ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکې موټر له هرات څخه کابل ته او بل عراده موني ډوله موټر له کابل څخه هرات ته په حرکت کې وو. د راپورونو له مخې، پېښه د موټرچلونکو د بې‌احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

په پېښه کې ۱۱ تنه هېوادوال شهیدان شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي. د پېښې سمدستي له رامنځته کېدو وروسته، امنيتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ټپيان يې د ۲۱۵ العزم قول اردو او ګرشک ولسوالۍ اړوندو روغتيايي مرکزونو ته انتقال کړي دي. د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د ترافيکي پېښو د مخنیوي په موخه چارواکي له موټرچلونکو غواړي، چې د لارو تګ‌راتګ پر مهال د ترافيکو اصولو ته پوره پاملرنه وکړي.