slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې د بادغیس په مقر، سنګ اتش او بوم درېیو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۷۶ هکټاره ځمکه د پستې د بڼونو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې.

د یاد وزارت د ځايي مسؤلینو په وینا، که څه هم وروستیو وچکالیو او اقلیمي بدلونونو د پستې پر تولید منفيفشار راوړی، خو د دې پروژې په پیل سره د محصول د لوړولو هڅې روانې دي. د مسوولینو په خبره، د روان کال تر پایه به په دې سیمو کې د پستې نور بڼونه هم جوړ شي.

سرچینې وایي چې له ۱۴۰۱ کال راهیسې په بادغیس کې د پستې زرګونه هکټاره بڼونه جوړ شوي او نړیوال بنسټونه، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره، د بزګرانو په ملاتړ کې برخه اخیستې ده.

پسته د بادغیس د بزګرانو د عاید یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او نړیوال شهرت لري، خو وچکالۍ او اقلیمي بدلونونه پر دې محصول فشار راوړي دي. د نوې ودانیزې پروژې هدف دا دی چې د پستې تولید پیاوړی شي او د بزګرانو عاید خوندي شي.