له بلخ څخه یوه ۹ کسیز پلاوي ازبکستان ته سفر کړی
د بلخ ولایت د والي وياند حاجي زيد پوليس راډیو ته وویل چې د ياد ولايت د والي په ځانګړې لارښوونه، د بلخ ولايت د علماوو شوری د رئیس په مشرۍ یوه ۹ کسیز پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او د هغه هیواد له چارواکو سره یې کتلي دي.
د حاجي زيد په خبره، په دغه غونډه کې د ګډ بازار، ټرانزیټي وسایطو ته د اجازې ورکولو، د ګډ بازار روغتون ته په پېژندپاڼې سره د عاجلو ناروغانو وړلو اجازې او د وېزې د صدور په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.
سرچينه زیاتوي، په دغه غونډه کې د یو لړ نورو ورته مهمو مسایلو په اړه دواړو لورو یو لړ پرېکړې هم کړې دي.