مولوي عبدالکبير: اسلامي امارت له توپير پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري
د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير پرون په سپېدار ماڼۍ کې د پنجشېر او ننګرهار له يو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو سره ليدنه وکړه.په دې ليدنه کې د قومونو مشرانو، علماوو او ځوانانو د اسلامي امارت له لاسته راوړنو او سياستونو څخه ستاينه وکړه او ويې ويل: حکومت په کمه موده کې ډېر بنيادي کارونه ترسره کړل، چې د ولسونو د هوساينې سبب شوي.دوی له اسلامي امارت څخه ملاتړ د ټولو افغانانو ديني او ملي مسئوليت وباله او د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره يې هر راز همکارۍ ته چمتووالي وښود.هغوی د خپلو سيمو يو لړ ستونزې د حل په موخه د رياست الوزراء له سياسي مرستيال سره شريکې کړې.مولوي عبدالکبير له دوی څخه په مننې وويل، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت له قومي، ژبني او سمتي تبعيض پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري.نوموړي زياته کړه: الحمد الله نن په هيواد کې اسلامي نظام حاکم، په ټول هيواد کې سرتاسري امنيت تأمين او د هيواد هرې سيمې ته ودانيزې چارې په نظر کې نيول شوې دي.د رياست الوزراء سياسي مرستيال په خپلو خبرو کې زياته کړه؛ اوس د دې وخت راغلی چې ټول افغانان د هيواد په آبادۍ او د اسلامي نظام په ټېنګښت کې برخه واخلي.مولوي عبدالکبير يادو مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې له اړونده ادارو سره په همغږۍ حل شي.