لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ تنه ټپیان شوي.
د لغمان په مرکز مهترلام کې د بار وړونکي موټر او ریکشا د ټکر له امله شپږ تنه، چې درې یې ښځې دي، ټپیان شوي.
د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیبالله مبارز وايي، پېښه پرون له غرمې وروسته د شیخانو کلا په سیمه کې رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ترافیکو ټیم سیمې ته ورسېد او ټول ټپیان یې ولایتي روغتون ته ولېږدول، چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د لومړنیو څېړنو له مخې، د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ده.