slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا د کابل په هوايي ډګر کې د سوداګرو د انتظار خونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د ياد وزارت مسئولينو د دغو مراسمو په لړ کې د کابل هوايي ډګر د ننوتو دروازې د بنسټ ډبره هم کېښوده. د دغه وزارت مرستيال له سوداګرو او پانګوالو غواړي ، چې د هيواد د هوايي ډګرونو د ښکلا په برخه کې له ياد وزارت سره همکاري وکړي. اخوا، د کابل هوايي ډګر رئيس عبدالهادي محمد وايي: اوس مهال د هيواد ګڼې برخې بيارغونې ته اړتيا لري او د ټولو ګډه همکاري کولای شي، چې په دې برخه کې ښې پايلې ورکړي. د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هيواد کې ۲۷ هوايي ډګرونه فعال دي ،چې له منځه يې د کابل، مزار شريف، هرات او کندهار له هوايي ډګرونو بهرنۍ الوتنې هم کېږي.