د ننګرهار امنیتي مسولین وايي، چې د ترافیکي اصولو د ښه پلي کېدا په پار یې پر موټرو د غیر ضروري لیکنو او تورو ښیښو پر وړاندې چاڼیزې ښاري پلټنې کړې دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند طیب حماد پولیس راډیو ته ویلي، چې د ننګرهار ولایت د ترافیکو مدیریت مسؤلینو د امنعامه پولیسو سره په همغږۍ یې د جلالاباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د موټرو د تورو ښیښو لرې کولو او د مخ او شا غیر ضروري لیکنو د پاکولو په موخه پراخ کنټرولي عملیات ترسره کړي دي.
یاد عملیات، چې د ترافیکي قانون د تطبیق، د وسایطو د ظاهري نظم، د مشکوکو وسایطو د پېژندنې، او همداراز د عامه نظم او امنیت د خوندیتوب په موخه ترسره شوي، له مخې یې ګڼ وسایط څارل شوي او د قانون د تطبیق ترڅنګه ورته د راتلونکي په اړه هم لازمې لارښوونې شوې دي.
حماد وايي؛ په دې عملیاتو کې له هغو موټرو څخه چې تورې ښیښې یې لرلې او د امنیتي تدابیرو خلاف وې، شیشې سمدستي پاکې شوې دي، څو شفافیت وساتي او د مشکوکو کړنو مخه ونیول شي. دا رنګه هغو موټرو ته، چې د شخصي نومونو، بې ضرورته لیکنو یا نقاشیو له امله یې بڼه ګډوډه شوې وه، توصیه شوې او له چلوونکو څخه غوښتنه شوې، چې دا ډول لیکنې سمدستي لرې کړي.
همداراز، موټروانانو ته د ترافیکي اصولو د رعایت په اړه لارښوونې شوې او له دوی سره د قانون د اطاعت پر اهمیت ټینګار شوی دی. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد د دې تصفیهوي چاڼیزو پلټنو موخې ښاري- ترافیکي نظم او د امنیت تامین یاد کړې دي.