slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند د نارنج باغ د کولالانو کوڅې په سیمه کې په یو کور کې د برېښنا د شارټۍ له امله اورلګېدنه رامنځته شوې وه.

د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته د امنیه قوماندانۍ اړوند د اوروژنې مدیریت منسوبین د عاجل اقدام له مخې سیمې ته ورسېدل او لګېدلی اور یې په بشپړه توګه مړ کړ.

په پېښه کې د انساني تلفاتو راپور نشته، خو مالي زیان شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ دوه لکه افغانۍ اټکل شوی. د اور وژنې د مدیریت د ژغورنې هڅو په پایله کې د خلکو شتمنۍ ته نږدې ۶ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ زیان مخنیوی شوی دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ډاډ ورکوي چې د ورته پېښو د مخنیوي او بیړنیو حالاتو د مهار لپاره بشپړ چمتووالی لری.