slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولايت امنیه قومندانۍ وياند سيد طيب حماد پوليس راډیو ته وویل، چې د دې قومندانۍ اړوند د ورکشاپ امريت په تير يوه کال کې ۱۸۰۱ عرادې بيلابيل ډوله نظامي وسایط، د نېږدې ۹ ميليونونو افغانيو په ارزښت ترميم او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

د ښاغلي حماد د معلوماتو له مخې، په يادو ترميم شوو نقليه وسایطو کې؛ ۱۴۵۰ عرادې رنجر، ۵۰ عرادې همايوي ټانګونه، ۲۵ عرادې انټرنیشنل، ۵۰ عرادې هايلکس موټر، ۲۰ عرادې لنکروزر او ۱۴۵ عرادې موټرسايکل شامل دي.

هېره دې نه وي چې د ننګرهار ولايت ا.ق اړوند تخنیکي ورکشاپ د اسلامي امارت له حاکميت نه را وروسته تر دا مهاله سلګونه عرادې هغه نظامي وسایط چې د تېرې ادارې پر مهال له کاره لوېدلي و، جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.