slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په ابتکار، په پلازمېنه کابل کې د «قرآن کريم او نبوي سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې» تر عنوان لاندې علمي څېړنیز سیمینار ترسره شو.

د سیمینار ګډونوالو د استول شوو پیغامونو په لړ کې ټینګار وکړ، چې د تېرو لسیزو د جهاد اصلي موخه د یو صالح او عادل اسلامي نظام رامنځته کول و، چې اوس د افغانانو په واک کې تحقق موندلی دی. په پیغامونو کې د سوچه اسلامي نظام درلودل د ولس او مجاهدینو ګډه هیله یاده شوې او د عدالت د ټینګښت لپاره د دیني عالمانو د څېړنو او مشورو اړتیا مهمه وبلل شوه.

د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس شیخ فریدالدین محمود په خپلو څرګندونو کې وویل، چې اسلامي امت هر وخت د ستونزو د حل لپاره باید دین ته رجوع وکړي، ځکه دین د خلاصون یوازینۍ لار ده.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین دوکتور محمد نعیم د دې ډول علمي پروګرامونو دوام اړین وباله او زیاته یې کړه چې دیني عالمانو ته پکار ده د اسلامي نظام رېښتینې څېره خلکو ته ورسوي.

همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین شیخ عزیرالرحمن منصور اوسنی اسلامي نظام د افغانانو لپاره د لویې الهي پېرزوینې په توګه یاد کړ او څرګنده یې کړه چې د اسلامي امارت تر سیوري لاندې افغانستان د خپلواک اسلامي نظام پر لور د پرمختګ نوې پړاو ته داخل شوی دی.