slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو لخوا د هېواد په دولسو ولایتونو سمنګان، کاپيسا، کنړ، بغلان، بامیانو، خوست، کندز، فاریاب، غزني، دایکندي، لغمان او پروان کې ۲۵ کسان د نشه يي توکو د خرڅلاو، استعمال او انتقال په تړاو نیول شوي دي، چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

له نیول شویو کسانو څخه ۸۸۰ ګرامه تریاک، ۷۷ ګرامه شیشه، ۳ لیتره شراب، ۱ کیلوګرام چرس، ۱۷۹ عدده نشه يي ګولۍ ترلاسه شوي دي.