اسراییلي رسنیو د دې هېواد په مرکز اورشلیم کې په یوه ځنګلي سیمه کې د اورلګېدنې خبر ورکړی دی.
له دې سیمې خپاره شوي راپورونه وايي چې د اسراییلو په مرکز اورشلیم کې پر یوه ځنګلي سیمې د اورلګېدنې له امله ګڼې کورنۍ له خپلو کلیو او کورنو بېځایه شوي دي.
اورلګېدنه د تل ابیب او اورشلیم تر منځ په غځېدلې لاره کې رامنځته شوې چې د سیمې ځايي اوسېدونکي یې له ګڼو زیانونو سره مخ کړي. له سیمې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې پر یاده لار تېرېدونکي موټروانان؛ چې د اور په لمبو کې بند پاتي دي؛ خپل موټر پر ځای پرېږدي او خپله اور له لمبو د تېښتې لاره نیسي.
راپورونه وايي چې د اور د شدت له امله د اورشلیم او تل ابیب ترمنځ غځېدلې لار د ترافیکو پر مخ بشپړه بنده ده او په سیمه کې شته امکانات ټول د اور خوراک شوي دي. اسراییلي رسنۍ وايي چې یادې اورلګېدنې څو تنه ټپيان کړي؛ خو د مرګ ژوبلې دا ارقام ځکه دقیق نهدي چې د پېښې سیمه د ځایي چارواکو تر کنټرول لاندې نه ده.
دا اور چې کنټرول یې د اسراییلو دولت ته ګران شوی؛ د مهارولو لپاره یې د دې هېواد لومړي وزیر بنیمین نتنیاهو له نړۍوالو د مرستې غوښتنه کړې چې تر دا مهاله ايټالیې او کروشیا هېوادونو د مرستې ژمنه ورسره کړې. د اسراييلو د بهرنیو چارو وزارت هم د یونان، قبرس او بلغاریا سره د ورته مرستو لپاره خبرې اترې کړې دي. د پرون شپې راهیسې، تر ۱۲۰ ډېرې د اور وژنې ډلې د هوا له لارې د دې اور د مهارولو په موخه یادې سیمې ته ځانونه رسولي دي.
د اور وژنې مسولینو رسنیو ته ویلي چې د دې سیمې د تېزو بادونو له امله دوی نهدي توانېدلي، چې د پېښې سیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
که څه هم چې د اورلګېدنې څنګه والی او څرنګوالی معلوم نه دی؛ خو اسراییلي چارواکي وايي د دې پېښې په تړاو یې یو کس نیولی دی.