slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لغمان امنیه قومندانۍ ویاند محمد یونس  یوسفزي پولیس راډیو ته په یوه استولي خبر کې ویلي، چې پرون غرمه ۱۲:۳۰ بجې د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت اړوند د مشالې تنګي سیمه کې یو کرولا ټو موټر د بې احتیاطۍ له امله، له سړک څخه اوښتی. په پېښه کې يې یوه ښځه مړه او د درې تنو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون اووه تنه نور ټپیان شوي. یوسفزی زياتوي چې د لغمان ترافیکو مدیریت پوليسو ځانونه د پېښې ځای ته پر وخت رسولی او ټپیان یې د ننګرهار ولایتي روغتون ته انتقال کړي. د  خبرپاڼې په حواله د ټپیانو حالت وړ دی.

#پولیس_راډیو