slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز  د تور خم امنیتي اوضاع له نږدې څېړلی او له راغلو کډوالو سره یې د امنیتي ستونزو د حل ژمنه کړې.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو  مرستیال، مولوي محمد طاهر مبارز، د قول اردو مرستیال، د استخباراتو  مدیر، د لعلپورې امنیه قوماندان او یو شمېر نورو مسولینو په ملتیا،  تورخم ته تللی.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد د دې لیدنې موخه د تورخم پر بندر د امنیتي تدابیرو ارزونې، د مهاجرینو د نظم، اسانتیا او د مهمو موضوعاتو څېړنه ښودلې ده.

 د سفر په لړ کې ښاغلي مبارز له مهاجرینو سره له نېږدې لیدلي، د هغوی وضعیت ته یې پاملرنه کړې، د کډوالو ستونزو اورېدلو ترڅنګ یې هغوی ته د امنیت ډاډ ورکړی، او د هغو سیمو دقیق ارزونه هم شوې، چېرته چې د امنیتي پوستو اړتیا وه. د ارزونې په  پایله کې مجاهدین ځای پر ځای کړل شوي او د نظم پیاوړتیا ته جدي پاملرنه شوې.