slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته ويلي، چې د دې ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د دوو ورونو تر منځ د خپلمنځي شخړې په پایله کې ګڼ وګړي ټپیان کړي. پېښه د یوې حقوقي موضوع پر سره پېښه شوې، چې له فزیکي شخړې وروسته پکې یوه ورور پربل لاسي بم غورځولی.

 

د خبرپاڼې له مخې په پېښه کې اتلس کسان ټپیان شوي، چې د دوو تنو حالت یې نازک ښودل شوی دی. د ګریشک امنیتي مسولین وايي، چې د پېښې عامل ( عبدالخالق) یې نیولی او د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

 

بل خوا د همدې ولایت(هلمند) په د لښکرګاه په دویمه امنیتي حوزه کې دوه تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په قضیه کې نیول شوي دي.