په ننګرهار کې د روږدو یوه ډله د درملنې لپاره امید روغتون ته وسپارل شوه.
د ننګرهار ولايت امنیه قومندانۍ وياند طيب حماد وایې؛ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه په نشه یي توکو روږدي ۷۶ تنه راټول او د درملنې په موخه یې د کابل امېد روغتون ته ليږدولي.
د ښاغلي حماد په وينا پر نشهیي توکو روږدې دغه کسان به تر هغې درملنۍ لاندې وي، څو روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ شي او بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.