لغمان کي امنیتی ځواکونو ۴ تنه غیری مسوله وسلوال د عامه نظم اخلال او ولسونو ته د مزاحمت په تور ونیول
د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ زړورو منسوبینو څلور تنه غیری مسوله وسلوال د یادی ولسوالۍ میل دری شمیا کلی په مربوطاتو کي د څلور میله کلاشنکوف ټوپکونو سره نیولي.
نیول شوو کسانو به د الیشنګ ولسوالۍ ځینو سیمو کي عامه خلکو ته مزاحمت کولو چي بلاخره امنیتی ځواکونو د کشفی معلوماتو پر اساس لاس په لاس ونیول چي ډیر ژر به عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی شي.
د یادونی ده چي د لغمان امنیه قومندان مل پاسوال مولوی نجیب الله بدخشی د لغمان امنیتی ځواکونو ته جدی هدایت کړی چي د غیری مسوله وسلوالو او نورو ورانکارو ډلو د مخنیوی لپاره لاس پکار شي او د قانون منګولو ته یی وسپارې.