د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا له نولس کلنو کم عمره لوبډلو لپاره د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده.
افغان ځوانانو په غوراوي پړاو سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او د وړمې ورځې مهمه او وروستۍ لوبه یې ، چې د کوربه نیپال پر وړاندې ترسره کېده، د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې عمان ته په اتو وېکټو، په دویمه کې هانګ کانګ ته هم په اتو وېکټو او په درېیمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو په توپیر سترې ماتې ورکړې وې.
په دې توګه په درېیو بریاو افغان لوبډلې د جدول لومړی مقام خپل کړی و او د نورو لوبډلو په پرتله د غوره نمرو او نېټ رنرېټ په لرلو سره یې د یوازینۍ او مخکښې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته لاره پیدا کړه. له نولس کلنو د کم عمره لوبډلو نړۍول جام به د راتلونکي ۲۰۲۶م کال په جنوري او فبروري میاشتو کې به په زېمبابوې او نامېبیا هېوادونو کې ترسره شي.