ټرمپ د امریکا دفاع وزارت د نوم بدلولو فرمان لاسلیک کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به یې د هېواد د دفاع وزارت رسمي نوم د «جګړې وزارت» شي.
ټرمپ ویلي، د نوم بدلول د امریکا د پوځي ځواکونو «واقعي ماموریت» څرګندوي، ځکه د دغه وزارت دنده یوازې د دفاع کولو نه ده، بلکې د امریکا د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره فعاله جګړه هم شامله ده.
شنونکي وړاندوینه کوي، چې دغه اقدام به په امریکا کې پراخ سیاسي او حقوقي بحثونه راپورته کړي، ځکه د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، په ۱۹۴۹ کال کې د امریکا «جګړې وزارت» نوم بدل او «دفاع وزارت» ته ورکړل شوی و.
د ټرمپ فرمان د کانګرس تصویب ته هم اړتیا لري، چې د ډیموکراتانو لخوا مخالفت ښيي او امکان لري چې د نوم بدلول په واشنګټن کې د سیاسي لانجې سبب شي.
دا ګام د ټرمپ د بهرني او دفاعي سیاست د روښانه کولو هڅه ګڼل کیږي، خو څېړونکي وایي، د نوم بدلون به نه یوازې د رسمي ادارو په تعامل، بلکې د نړیوالو اړیکو په چوکاټ کې هم د بحث وړ وي.