slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د باميان ولايت د ضحاک په ښار کې د بيارغونې د لومړي پړاو د کار په بشپړيدو سره، دغه پروژه وړمه ورځ د باميان ولايت د سيمه ييزو چارواکو له خوا د عملي کار پيل شوه.د باميان ولايت والي مولوي عبدالله سرحدي د ضحاک ښار د بيارغونې پروژې د لومړي فاز د پرانېستې په مراسمو کې د دغه شرکت له تمويل کوونکي بنسټ او پلي کوونکي شرکت څخه خوښي څرګنده کړه او وويل: د باميان د سيمه ييزې ادارې رهبري لا هم د يونيسکو د کارکوونکو د امنيت د ټينګښت او د لرغونو ځايونو د بيارغاونې او ساتنې په برخه کې همکارۍ ته ژمن دي. د باميان والي په دې خبرې سره ،چې په باميان ولايت کې بنسټونه هېڅ امنيتي او اداري ستونزه نه لري زياته کړه: بنسټونه بايد په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د لرغونو ځايونو د بيارغونې او ساتنې په برخه کې ونډه واخلي او بنسټيزې پروژې پلې کړي، چې باميان به د سيلانيانو په صنعت کې خپل رښتيني مقام ترلاسه کړي او موږ به په دغه ولايت کې د زياتو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د شتون شاهدان واوسو. د يادونې وړ ده، چې د ضحاک ښار د لومړي فاز د بيارغونې پروژه، چې د ٧٥٠ مترو په اوږدوالي د غاړو غځولو او د اوبو د ويستلو د کانالونو بيارغونه په کې شامله وه، د يونيسکو د نړيوال سازمان په مالي مرسته په اساسي ډول تطبيق شوه. د ايټاليا حکومت د ګلوريا شرکت څخه، چې د دې ځاي 150 اوسيدونکو ته يې د 2 مياشتو لپاره د کار زمينه برابره کړې وه.دغه راز څه موده مخکې د باميان ښار د ضحاک د زوړ او لرغوني ښارګوټي او د زاړه ښار تاريخي او فرهنګي ځايونه د ښار جوړونې وزارت د تاريخي ساحو د متخصصينو د ټيم له خوا د لا زياتې ساتنې په خاطر او د ښار جوړونې وزارت د زړو ښارونو د ساتنې په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دچاپېريال ساتنې رياست په همکارۍ د باميان ولايت د ژوند او ښاروالۍ د پراختيا او ښاروالۍ په تخنيکي ډول سروې وشوه