ارزګان کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو
د ښاري نظم د پیاوړتیا او له خپلسریو ودانیو د مخنیوي په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې پراخ عامه پوهاوی ترسره کړ.
یاد کمپاین د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په مشرۍ، د ترینکوټ ښار په ټولو ناحیو کې عملي شو. نوموړي وویل، دا فعالیت د ښاري نظم د ټینګښت، د قانوني ودانیو د ترویج او د سرغړونو د مخنیوي په هدف ترسره شوی دی.
مولوي حقاني زیاته کړه، چې دا بهیر د ارزګان د کور او ښار جوړولو ریاست رئیس ملا روح الله ابو احمد په لارښوونه او همغږۍ سره ترسره شو. د دوی په وینا، د ترینکوټ ښار په موجوده وضعیت کې د پام وړ ښاري سرغړونې ونه لیدل شوې، خو د احتمالي تخطیو د مخنیوي په موخه خلکو ته لازم معلومات ورکړل شول.
د عامه پوهاوي په دې پروسه کې اوسېدونکو ته دا تشریح شوې چې څنګه کولی شي خپل کورونه، هټۍ، مارکیټونه او نورې ودانیزې پروژې د کور او ښار جوړولو وزارت د نافذه طرزالعملونو مطابق تنظیم او جوړې کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي، چې د هېواد ښارونه باید د معیاري ښاري اصولو پر بنسټ جوړ او اداره شي، ترڅو له ګډوډیو، تخلفاتو او غیرقانوني ودانیو څخه مخنیوی وشي.