د استرالیا لومړي وزیر د غزې د سولې په تړاو د امریکا د طرحې ملاتړ وکړ.
د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د غزې د سولې په اړه د امریکا د ولسمشر د نوې طرحې هرکلی کړی او هغه یې د نړیوالو غوښتنو د پلي کېدو په لور مهم پرمختګ بللی دی.
البانیز په خپله ایکس پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي: «موږ د اوربند، د برمته شویو د خوشې کېدو او له ځنډ پرته اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنې د نړیوالې اجماع یوه برخه یو.»
هغه پرته له دې چې پر اسراییل د فشار خبره وکړي، له حماس غوښتنه کړې چې له دې طرحې سره موافقه وکړي، خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او ټول پاتې برمته شوي کسان بېدرنګه خوشې کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د حماس له لوري د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د طرحې له منلو څو ساعته وروسته، اسراییل لا هم په دې اړه خپل رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
د استرالیا لومړي وزیر ټینګار کړی چې هېواد به یې د خپلو نړیوالو شریکانو ترڅنګ د جګړې د پای ته رسولو او د دوو دولتونو د عادلانه حل د رامنځته کولو لپاره له روانو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.