22تنه د قاچاق او نشايي توکو د پلور په تور ونیول شول
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۷ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ تنه د یادو توکو د پلور په تړاو نیولي دي. له منځه یې، د نشه یي توکو د پلور په تړاو شپږ تنه په کابل، درې په کندز، دوه تنه له ۹۰ کیلو اېف سره په هلمند، دوه تنه په پروان، یو کس په نیمروز او دوه تنه نور په هرات او تخار ولایتونو کې نیول شوي دي. دغه راز، له نیول شویو کسانو یوه اندازه نشه یي توکي او شراب هم ترلاسه شوي دي.