slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛چې ددې وزارت چارسمبال وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې آغلې روزا اتونبايوا د هيواد د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
خبرپاڼې زياته کړې چې د بهرنیو چارو وزیر په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د اقتصادي ثبات په ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت لاس ته راوړنو ته په اشارې سره وویل: د هيواد اقتصاد له ثبات وروسته اوس مخ پر ودې حرکت روان دی چې يو ثبوت يې د نړيوال بانک وروستی راپور دی چې سږ کال يې اقتصادي وده ۲.۷٪ ښودلې ده.
#پولیس_راډیو