په فراه کې د میلیونونو افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې رغنيزې چارې پیل شوې
د فراه ولايت وياند وايې؛ چې د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په لرتي کلې کې د کليو بيارغونې او پراختيا رياست له لوري،د (UNHCR) مؤسسې په مالي ملاتړ، د ۹ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې رغنيزې چارې پیل شوې.
سرچينه وايي، دغه ذخیره د ۸۰ متره مکعبه اوبو د ذخيرې وړتيا لري، چې د لمريزې بریښنا د ۲۷ تختو سولرو په نښلولو او ٧ زره مترو پایپ په غځولو سره د ۴ میاشتو په موده کې جوړېږي.
هېره دې نه وي د دغې شبکې په بشپړیدو سره به د لرتي کلي ۴۱۴ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې او د رغنيزو چارو په بهير کې به يې لسګونو تنو کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شي.