slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

وروسته له هغې چې د هېواد په ختیځ کې خونړۍ زلزلې زرګونه کورونه ونړول او هېوادوالو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول؛ ګڼو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له زلزله‌ځپلو سره د عاجلو مرستو لړۍ پیل کړې ده.

د رسمي سرچینو د شمېرنو له مخې، تر اوسه  ټولټال ۱۱.۱۱ میلیونه ډالره نغدي مرستې راټولې شوي، چې په دې کې د UN CERF، اروپایي اتحادیې، بریتانیا او سویلي کوریا ژمنې شاملې دي.

همدارنګه ګڼو هېوادونو او سازمانونو د خوراکي توکو، خېمو، درملو، ګرځنده روغتونونو او د سرپناه اړینو توکو په بڼه مرستې رسولي دي. د هند له لوري ۲۱ ټنه درمل، ۱۰۰۰ خېمې او خوراکي توکي رسېدلي، قطر څلور الوتکې استولې چې دوه ګرځنده روغتونونه او خوراکي توکي له ځان سره لري، او متحده عربي اماراتو هم د لټون او ژغورنې ډلې او بیړني توکي استولي دي.

ورته مهال د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د تلفاتو کره شمېر لا تثبیت شوې نه ده، او ځینې غیرمسوول اشخاص په ټولنیزو رسنیو کې د تلفاتو شمېر زیات ښودلی چې حقیقت نه لري. تر اوسه په کونړ کې د شهیدانو شمېر ۱۴۵۷، ټپیانو ۳۳۹۴ او ویجاړ شویو کورونو شمېر ۶۷۸۲ ثبت شوی دی.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو، WHO او WFP ادارو هم د عاجلو مرستو غوښتنې کړي، او خبرداری ورکړی چې که اضافي مرستې ونه شي، د خوړو موجود زېرمې به ژر خلاصې شي.

د راپورونو له مخې، د زلزلې زیات زیان په کونړ کې اړول شوی، خو ننګرهار، لغمان، نورستان او پنجشېر ولایتونه هم اغېزمن شوي دي.

هېره دې نه وي چې د مرستو لړۍ تر اوسه روانه ده او ټاکل شوې چې نورې مرستې هم تر څه مودې زیانمنو زلزله ځپلو ته ورسېږي.