میدان وردګو کې ۳۰ تنه روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
د میدان وردګ ولایت د امنیې قوماندانۍ اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له خوا ۳۰ تنه په نشهيي توکو روږدي کسان، له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د امنیې قوماندانۍ ویاند، یوسف اسرار، باختر آژانس ته وویل، چې دا کسان څه موده وړاندې د درملنې لپاره د کابل په ۲۰۰۰ بستریز او ۵۰۰۰ بستریز کمپونو کې بستر شوي وو، چې اوس یې درملنه بشپړه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې دا اقدام د دولت د روږدو کسانو د راګرځولو او ټولنیز ادغام د ملي برنامې په لړ کې ترسره شوی دی، څو له دې لارې دغه کسان یو ځل بیا عادي ژوند ته راوګرځي. یادو کسانو د خوښۍ څرګندونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به له نشهيي توکو ځانونه وساتي او د سالم ژوند لپاره به هڅه کوي.