بلخ کې یو کس له ۲۰۰لیټره شرابو سره نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت اړونده د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې د بلخ په مرکز مزارشریف کې د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې ۲۰۰ لیټره شراب کشف او ضبط شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې تړاو یو کس نیول شوی او د پېښې د څېړنو بهیر پیل شوی دی. وزارت زیاته کړې چې دا اقدام د نشهیي توکو او ممنوعه مشروباتو د کاروبار د مخنیوي لپاره شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله، تر دې وړاندې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د نشهیي توکو د لسګونه کاروباریانو او سلګونه کیلو ګرامه نشهیي توکو د نیولو راپورونه ورکړل شوي دي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د هر ډول نشهيي توکو پر کاروبار کلک بندیز لګېدلی، او تېرو دریو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر د نشهیي توکو کارخونې له منځه وړل شوي دي.
همداراز، د راپورونو له مخې، په هېواد کې د نشهیي توکو له روږدو کسانو سره د درملنې لپاره هم اقدامات روان دي او لسګونه زره کسان د روغتیايي پروګرامونو لاندې راټول شوي دي.