په هلمند کې د سلګونه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د چکډيمونو ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د هلمند ولايت وياند مولوي محمد قاسم رياض وايي؛د ولایت مقام، د اقتصاد ریاست او پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په ګډو هڅو او د ډي آر سي موسسې"د کډوالو سره د مرستې ډنمارک کمېټې" په مالي همکارۍ د نوزاد ولسوالۍ خواجه جمال،بادخانې او تورخان په سیمو کې د "۲۱۷۰۰۰" امریکایي ډالرو په لګښت،"۳" چیکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
ښاغلی رياض وايي چې د یادو پروژو کارونه د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ شول، چې پکې سلګونو اړمنو کسانو ته د کار کولو زمينه هم برابره شوې وه.