افغانستان به د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د غړي په توګه ګډون وکړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلامي امارت به د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د غړي په توګه ګډون وکړي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د یادې غونډې برخه ګرځي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي او په دې اړه یې جزییات ورسره شریک کړي دي.
ژیرنوف ویلي، د مسکو فارمټ اوومه غونډه به د اکتوبر په میاشت کې ترسره شي او روسیه به په کې د افغانستان له ګډون هرکلی وکړي.
مولوي متقي د افغانستان لپاره د غړیتوب ترلاسه کول یو مهم ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه سیمهییز میکانیزمونه به د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ د اعتماد جوړونې او مثبتو اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.