د کابل د عامې روغتیا ریاست؛ د شکردرې په ولسوالۍ کې د کاریزمیر په کلي کې یو روغتیايي پرانیستل شو.
د شکردرې ولسوالۍ د کاریزمیر په کلي کې یو باب روغتیایي مرکز چې پخوا د عامې روغتیا ریاست اړوند وه، د AFV موسسې ته وسپارل شو. یادې موسسې د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ د روغتیایي مرکز ودانۍ ترمیم او بازسازی کړ، د روغتیایي مرکز لپاره یې د آزاد رقابت له لارې اضافه پرسونل وګمارل تر څو په سمه توګه د سیمې خلکو او اوسېدونکو ته خدمتونه وړاندې شی، او روغتیایي مرکز یې په عصري وسایلو سمبال کړ.
د روغتیایي مرکز د بازسازۍ، په وسایلو سمبالولو او د پرسونلو د ګمارلو وروسته یاد روغتیایي مرکز د کابل د عامې روغتیا ریاست د ښاغلي رئیس الحاج ډاکټر عبدالشافي عاصم لخوا پرانیستل شو چې په افتتاحیه غونډه کې علماوو، د شکردرې ښاغلي ولسوال او نورو مشرانو ګډون درلود.
د پرانستغونډې په بهیر کې د کابل د عامې روغتیا ریاست رهبرۍ د یادې موسسې څخه د مننې په ترڅ کې پرسونلو ته لازمې لارښوونې لرلې.
له افتتاحیې وروسته د اګست د لومړي اونۍ (د مور پر شیدو د تغذې نړیوالې اونۍ) په مناسبت به یاد روغتیايي مرکز کې د مور پر شیدو د تغذیې اونۍ ولمانځل شوه، د عامې روغتیا ریاست ښاغلي رئیس الحاج ډاکټر عبدالشافي عاصم او څو تنه علماوو ماشومانو ته د مور پر شیدو د تغذیې اهمیت ته په کتو سره جامع او هراړخیزې ویناوې درلودې.