slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي نیازمحمد وهاج د خصوصي سکتور د پانګونې او کرنیزو فعالیتونو د ملاتړ او تشویق په موخه د لښکرګاه ښار د بولان سیمې د خرما له بڼونو لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې کرنې رئیس د خرما د باغونو عمومي وضعیت، د ونو د ودې کیفیت او د حاصلاتو کچه له نږدې وکتله او د پانګوالو او باغ لرونکو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

ښاغلي وهاج د خصوصي سکتور هڅې د هلمند د کرنې د ودې لپاره مهمې او ګټورې وبللې او ټینګار یې وکړ چې کرنې ریاست به د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره له هر ډول همکارۍ او ملاتړ څخه ډډه ونه کړي.

هغه زیاته کړه چې هلمند د حاصلخېزې ځمکې، کافي اوبو او د اقلیم د مناسبو شرایطو له امله د خرما د بڼونو د جوړولو لپاره ځانګړې وړتیا لري. د نوموړي په وینا، د خرما د بڼونو پراختیا نه یوازې د کرنیزو محصولاتو تنوع زیاتوي، بلکې د بزګرانو لپاره د عاید نوې سرچینې برابروي او د کارموندنې په برخه کې مثبت اغېز لري.

هلمند اوس مهال د کرنیزو حاصلاتو له پلوه د هېواد له مهمو ولایتونو ګڼل کېږي او د خرما د باغونو د پراخېدو سره به د دې ولایت اقتصادي ارزښت نور هم لوړ شي.