slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

دغزني امنیه قومندانۍ په یوه راپور کې پولیس راډیو ته ویلي چې د غزني ښار د شپږمي امنیتي حوزې د ترهګرۍ ضد آمريت ځواکونو د یادې حوزې په سیمه کې دو تنه داسي مهال نيولي، چي د سيمي خلکو ته يي ځانونه مجاهدین ورپېژندلي وو.

نیول شوو کسانو له دوکاندارانو څخه په زور توکي وړل او ناروا غوښتني يي له خلکو کولې.

سرچینه وړاندې کاږي چې نیول شوو کسانو په لومړنیو څېړنو پر خپلو خپلسریو اقرار کړی او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته  وروپېژندل شي.

د یادولو ده، چي له یاد کسانو سره یومیل کلاشینکوف او یو پاسو موټر هم نیول شوی.