بلوچستان کې د ځايي قبایلو او وسلهوالو نښته؛ د بېلتونپالو څلور غړي وژل شوي.
پاکستان کې د بلوچستان ایالت په کورکي سیمه کې د ځايي قبیلو او وسلهوالو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې د بلوڅ بېلتونپالو څلور غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې وسلهوالو لومړی پر ځايي قبیلو برید وکړ، خو د قبیلو وسلهوالو په ځوابي برید کې له هغوی سره نښته وکړه.
راپور زیاتوي، چې په دې پېښه کې د کورکي سیمې یو ملکي وګړی هم وژل شوی او بل ټپي شوی دی. سرچینې وایي، د قبیلې استازو له وسلهوالو غوښتي وو چې د دوی له سیمو ووځي، خو هغوی له منلو انکار کړی و.
پاکستاني پولیس وایي، له نښتې وروسته سیمه کلابنده شوې او د وسلهوالو د نیولو لپاره چاڼیزو عملیات پیل شوي.