slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسراییلو پوځ ویلي چې د "نحال" لوا درې سرتېري، چې د غزې تړانګې جګړې ته د تلو امر ورکړل شوی و، له جګړې انکار کړی او له دندې ګوښه شوي دي. دغه سرتېري اوس له ۷ تر ۱۲ ورځو پورې پوځي بند ته محکوم شوي دي.

د راپورونو له مخې، د نهال لوا ۹۳۱ کنډک څلور سرتېري وروسته له هغه چې څو پړاوه جګړو کې برخه واخیسته، بیا ځل د غزې پر لور د ماموریت د ترسره کولو نه‌مننه وکړه. پوځ وایي چې درې سرتېري یې محاکمه کړي، خو د څلورم سرتېري محاکمه لا هم نه‌ده بشپړه شوې.

سرتېرو خپل افسرانو ته څرګنده کړې چې هغوی له "ژور رواني بحران" سره مخ دي او نه شي کولای جګړې ته ستانه شي. سره له دې، چې د پوځ د رواني روغتیا متخصصینو هغوی فزیکي او ذهني پلوه جګړې ته وړ وګڼل، خو سرتېري خپل دریځ ته وفادار پاتې شول.

د پوځ په وینا، دا قضیه یې له مقرراتو سره سم او په پوره دقت ارزولې، خو ټینګار کوي چې د جګړې پر مهال نافرماني یوه جدي موضوع ده، او د انضباط او قوماندې اصولو ته باید درناوی وشي.