slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ایران د ښارجوړونې وزارت لوپوړو چارواکو خبر ورکړی دی، چې په نږدې راتلونکي کې به د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافر وړونکې رېل پټلۍ د پیلېدو په اړه خبر ورکوي.


د ایران د ښارجوړونې وزارت مرستیال جبار علي ذاکري رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې ژر به ایران د اروپايي هېوادونو تولیدات د ایران د وسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته ورسوي. دا راز ښاغلي ذاکري ویلي، چې په لنډ وخت کې به د همدې اوسپنې پټلۍ له لارې اروپايي او ایراني مسافرهم افغانستان ته سفرونه وکړي.

ښاغلي جبار علي د هرات د خواف د وسپنې پټلۍ په اړه ویلي، چې که ورته پاملرنه وشي؛ له افغانستان او ایران پرته نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم د ارزښت وړ لاره ده.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت هم د لویو لارو او بندرونو پر فعاله ساتلو وخت ناوخت ټينګار کړی، تر څو افغانستان له نړۍ سره له هوا ورهاخوا د ځمکې له لارې هم ترانزیټي او مسافرتلونکې فعالې لارې ولري.