slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له کرسک څخه د اوکرایني ځواکونو تر شړلو وروسته له دغې سیمې لیدنه کړې. هغه دغې سیمې ته وروسته له هغه تللی، چې روسي ځواکونو د اوکراین ځواکونه له کرسک څخه په زور شړلي دي.

په راپور کې راغلي، چې دا د ولسمشر پوتین لومړی ځل دی، چې له دغه سیمې څخه لیدنه کوي.

د کریملین ماڼې نن د چهارشنبې په ورځ وویل، چې پوتین په سیمه کې له رضاکارانه سازمانونو سره ولیدل او د کرسک II اټومي برېښنا له فابریکې څخه یې هم لیدنه کړې ده.