ښاغلي عراقچي زیاته کړې، په اند یې اټومي مذاکرات به تر هغې نه پېلېږي، تر څو چې ایران د مذاکراتو پر مهال د امریکا له نظامي اقدام نه کولو ډاډ نه وي ترلاسه کړی. د دې تر څنګ یې ټینګار کړی، چې لا هم ډېر وخت ته اړتیا لري.
نوموړي د ایران د اټومي تاسیساتو د له منځه وړلو په اړه د ټرمپ ادعا ته په غبرګون کې ویلي، هېڅوک نشي کولای چې د یورانیمو د غني کولو پوهه په بمبارونو له منځه یوسي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو سرمشریزې په څنډه کې اعلان کړی و، چې د واشنګټن او تهران اټومي مذاکرات به راتلونکې اونۍ پيل شي. سپینې ماڼۍ بیا ویلي، چې تر دې مهاله هېڅ ډول خبرې اترې نه دي پلان شوې.
له بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې زه فکر نه کوم چې خبرې اترې به دومره ژر بیا پیل شي.