slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د الجزیرې د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو دفتر ویلي، چې تېره میاشت یوازې ۵۴۹ قحطۍ ځپلي فلسطینیان د بشري مرستو په وېش مرکزونو کې شهیدان شوي دي.

د یاد دفتر په وینا، په دې موده کې همدا راز څلور زره او ۶۶ کسان چې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره « GHF » دفتر ته راغلی وو، د اسراییلی یرغلګرو له لوري ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، پر غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل څخه تر دې دمه ۵۶ زره او ۲۵۹ فلسطیینان شهیدان او ۱۳۲ زره او ۴۵۸ نور ټپیان شوي دي.