slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په دې مشاعره کي د ریاست الوزرا اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو چارو وزیر مولوي حمداللّه نعماني، کندهار والي حاجي ملا صاحب او مرستیال یې ملا محمد صادق انقلابي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌اللّه تعالی د خاص ځواک قومندان او د کندهار امنیه قومندان مولوي طالب، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق اللّه عزیزي، د نشراتو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې، مولوي حمدالله فطرت، د اطلاعاتو او فرهنګ ريس مولوي انعام اللّه سمنګاني، امارتي مسؤلینو، د هیواد نامتو ترانه ویوونکي الحاج ملا فقیر محمد درویش، د کندهار او هیواد له نورو ولایتونو څخه لسګونو شاعرانو، نعت ویوونکو، ترانه ویوونکو او زرګونو ولسي خلکو ګډون کړی وو.

په دې مشاعره کي مولوي عتیق الله عزیزي د اسلامي امارت له خوا د مشاعرو د بندیدو اوازي رد کړې او هغه یې تبلیغات وبلل. هغه وویل :” څه وخت مخکي مغرضو رسنیو دا تبلیغات کول چي په افغانستان کي د مشاعرو لړۍ بنده شوه، نن موږ او تاسي ولیدل چي په تاریخي کندهار کي د انارګل په مناسبت مشاعره جوړه شوه، آيا دا د مغرضینو په وړاندي یوه درنه او تاریخي څپيړه نه ده؟ “ عزیزي وویل چي اسلامي امارت د شعر او ادب، شاعرانو او مشاعرو د بندولو او محدودولو اراده نه لري، بلکي د ادیبانو، شاعرانو او مشاعرو د ښه انسجام په خاطر هلي ځلي کوي. ښاغلي عزیزي وویل، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري د مشاعرو لپاره د جوړ شوي طرزالعمل له مخي اطلاعات او فرهنګ وزارت مکلف شوی دی، چي د کال په پای کي د ټولو شاعرانو د شعرونو ارزونه وکړي او د هغوی د ستایني لپاره مکافات په نظر کي نیسي.

یاده مشاعره د پنجشنبې په ماښام را پیل شوه او د شپې تر ناوخته یې ادامه پیدا کړه، په مشاعره کي شاعرانو، نعت ویوونکو او ترانه ویوونکو خپل شعرونه، نعتونه او تراني د مشاعرې و ګډونوالو ته واورول.