د لوګر د دوو ولسوالیو شاوخوا ۹ زره اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن شول
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ویلي، چې د لوګر ولایت په ازره او خروار ولسوالیو کې د درې روغتیايي ځالو (FHH) په فعالېدو سره نږدې ۹ زره وګړي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د لوګر د عامې روغتیا رئیس، حافظ سعیدالرحمن قادري، وویل چې له یادو دریو روغتیايي مرکزونو څخه دوه یې په ازره او یو یې په خروار ولسوالۍ کې فعال شوي دي. دغه سیمې له طبیعي پېښو، ژمي سختو شرایطو او نورو محدودیتونو له امله تر دې مخکې د لومړنیو روغتیايي خدماتو څخه بېبهره وې.
ښاغلي قادري زیاته کړه چې دا روغتیايي ځالې، چې په ځانګړي ډول د مور او ماشوم، تغذیې او نورو اړوندو برخو کې خدمات وړاندې کوي، د «افګا» او «کف» مؤسسو په همکارۍ فعاله شوې دي، او ټاکل شوې چې شاوخوا ۹ زره وګړو ته دوامداره روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم په لوګر ولایت کې د روغتیايي مرکزونو شمېر او خدمات په پام وړ پراخ شوي دي.