slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، د غزې تړانګې شمالي سیمو ته د بشري مرستو لېږد له جدي خنډونو سره مخ شوی، ځکه د جګړې له امله ډېری لارې ویجاړې شوې او د تګ راتګ اساسي مسیرونه لا هم تړلي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې، سره له دې چې د حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند اعلان شوی، خو د جګړې پر مهال د زیربناوو پراخ تخریب د مرستو  رسولو بهیر له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، اوس مهال هره ورځ شاوخوا ۵۶۰ ټُنه خوراکي توکي غزې ته لېږدول کېږي، خو دا اندازه د سیمې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلېچر ټینګار کړی، که د لارو د خلاصېدو او د مرستو د خوندي تېرېدو زمینه برابره نه شي، د غزې اوسېدونکي به د لوږې، ناروغیو او بې‌سرپناه‌توب له خطر سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړه چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید هره اونۍ زرګونه مرستندویه موټر غزې ته داخل شي او نړیواله ټولنه دې د مرستو  دوام او امنیتي تضمین لپاره ګډ اقدام وکړي.

ملګري ملتونه وايي، د غزې د شمال اوسېدونکي تر ټولو زیات د لوږې او د څښاک د اوبو له نشتوالي ځورېږي، او که بشري لارې نه پرانیستل شي، وضعیت به نور هم وخیم شي.